د پروان ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست له کارکوونکو سره کتنه

mobta_admin
Sat, Apr 29 2023 8:38 PM
mobta

شنبه، ٨ شوال المکرم ١٤٤٤

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر ښاغلي ملا نورالله نوري پروان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست له رئيس مولوي محمود شاه ذاکري او کارکوونکو سره وکتل . ښاغلي نوري په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې خپلې دندې د اسلامي اصولو په رڼا کې ترسره او خپل ولس ته د خپلو وظیفوي مسؤلیتونو اومکلفیتونو مطابق پر وخت او پرته له ځنډه د خدمت جوګه شي نوموړي زیاته کړه چې موږ هر یو باید ځانونه د ولس خادمان وبولو او په ډېر ویاړ د خپل ولس د هوساینې لپاره هڅې وکړو. ښاغلي نوري د دوئ له کارونو او ترسره کړیو فعاليتونو مننه وکړه غوښتنه یې دا وه چې کارکوونکي باید پر وخت دندو ته حاضر او په ډېرې لېوالتیا د خلکو په چوپړ کې اوسي. په پاي کې د ياد ریاست کارکوونکو ښاغلي سرپرست وزیر ته په صداقت سره د دندو د ترسره کولو داډ ورکړ.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu