د تخار ولایت هزارسموچ ولسوالۍ کې له خلکو سره ناسته وشوه

mobta-af
Sun, Mar 12 2023 8:47 AM
Mobta

پنجشنبه ۱۶/شعبان المعظم/ ۱۴۴۴

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت اړوند د تخار ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو امریت له لورې د یاد ولایت په هزار سموچ  ولسوالۍ کې له قومونو سره د یووالي او همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په دغه غونډه کې د تخار ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمر، مل پلاوي، د یادې ولسوالۍ محترم ولسوال مولوي محمد حسین عبید، د قومي شوراوو مشرانو او علماء کرامو ګډون کړی وو. په پیل کې ولسوال ښاغلي عبید ګډونوالو ته وینا وکړه او د یاد ریاست  پلاوي ته یې د هرکلي ترڅنک وویل: د دې ولسوالۍ ټول قومونه د ا.ا.ا ملاتړي او یووالي ته ژمن دي.

ورپسې د یادې ولسوالۍ څخه څو تنو مشرانو او علماوو خبرې وکړې او د نظام ملاتړ یې خپله دنده وبلله هغوی زیاته کړه: موږ په تېر وخت کې هم قربانۍ ورکړې او اوس مو هم په یووالي د نظام ترشا ولاړ یو. هغوی له حکومت څخه د څړځایونو پر سر د اختلاف د حل او د سرکونو د جوړېدلو غوښتنه وکړه.

په اخیر کې د یاد ریاست آمر د غونډې ګډون وال وحدت او همغږي ته را وبلل او زیاته یې کړه: دا زموږ مسؤلیت دی چې ستاسي ستونزې واورو او د حل کولو په موخه یې تر اړوندو ارګانونو ور ورسوو.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu