د بغلان ولایت په دوشي ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ شخړه هواره شوه

mobta_admin
Sun, Mar 05 2023 9:00 PM
mobta

د بغلان ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو امریت له لورې د یاد ولایت په دوشې ولسوالۍ کې یوه شخړه په سوله بدله شوه. په دغه ناسته کې د بغلان ولایت سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمر ښاغلي عبدالقهار قانت، دیني عالمانو او د دواړو لوریو څخه راغلیو قومي مشرانو ګډون کړی وو. په پیل کې ښاغلي قانت د سولې او روغې جوړې پر ارزښت خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د سولې په واسطه د مالي او ځاني زیانونو مخه نیول کیږي. هغه له دواړو لوریو څخه وغوښتل چې یو بل ته بښنه وکړي او کوم د زړه بدوالی چې یې تر منځ راغلی له زړه نه وباسي ځکه چې په یووالي او ورورولۍ کې هیڅ ډول کرکه او دښمني نه ځایېږي او د یووالي په برکت ټولې کورنۍ د نیکمرغي لور ته ځي. د ناستې په اخیر کې دواړه ښکیل اړخونه سولې کولو ته راضي شول، یو بل ته یې بښنه وکړه او سره غاړه غړۍ شول. دغو دواړو لوریو د ښاغلي قانت او نورو قومي مشرانو له هلو ځلو څخه مننه او قدردانی وکړه. غونډه د خلکو د یووالي او نیکمرغۍ په دعاء سره پای ته ورسېده.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu