په لوګر ولایت کې د قومونو د يووالي او همغږۍ غونډه

mobta-af
Sun, Jan 08 2023 8:05 PM
mobta

یکشنبه۱۵جمادی الثانۍ۱۴۴۴

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معینیت له لوري د قومونو ترمنځ د يووالي او همغږۍ غونډه د لوګر ولایت مرکز پل عالم ښار کې جوړه شوه په یاده غونډه کې د سرحدونو ق.ق چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین الحاج ملا عبدالخاق عابد، مل پلاوي، دیني عالمانو او قومي مخورو گډون کړي وو. د غونډې په پيل کې څو تنو قومي مشرانو او ديني عالمانو لوگر ته د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت لوړ پوړي پلاوي د راتګ له امله خوښي څرګنده او له اسلامي نظام څخه يې بشپړ ملاتړ په ډاګه کړ او د هېواد د ټولو خلکو ترمنځ یې په یووالي او انسجام ټینګار وکړ.

mobta

د کوچيانو د اسکانو چارو رئيس مولوي محمد نادر سنګين په خبرو کې وويل: د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د ولس د ستونزو د اورېدلو او د قومونو تر منځ د شخړو هوارولو ته لومړيتوب ورکوي او د هيواد په ټولو ولايتونو کې د دغه رنګه غونډو او جرګو جوړولو پلان لري. ورپسي د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین ښاغلي ملا عبدالخالق عابد د جهاد په دوران کې د افغانانو په تېره بيا د لوگر ولايت د باشهامته ولسونو مېړانو او سرښندنو ته په اشارې سره وویل له زياتو کړاوونو، هجرتونو، قربانيو او پراخو مبارزو وروسته د الله تعالی په نصرت يوځل بيا د مجاهدينو مجاهدت رنګ راوړ او په ټول افغانستان کې د سولې او بريا سپين بيرغ ورپيد دا ځل به ټول هڅه کوو چي اسلامي نظام، شريعت او عدالت په بشپړه توګه پلي شي نوموړى زياته کړه اوس ددې وخت رارسېدلې چې خپل نظام وساتو او ملاتړ یې وکړو دنده یو مسوولیت دی نه امتیاز موږ باید خپل مسوولیت د خلکو او الله جل جلاله په وړاندې په سمه توګه ادا کړو.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu