په پکتیا ولایت مرکز ګردېز کې ولسي غونډه جوړه شوه

mobta-af
Sat, Jan 07 2023 6:28 PM
Mobta

شنبه، ۱۳جمادی الثانی۱۴۴۴

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ معينيت لخوا د پکتيا ولايت په مرکز ګرديز کې د قومونو تر منځ د يووالي او همغږۍ غونډه جوړه شوه، چې پکې د سرحدونو، ق.ق چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معين الحاج ملا عبدالخالق عابد او ورسره ملګري پلاوي، مرستیال والي ښاغلي انعام الله صلاح الدین، د ادارو مسؤلینو، ديني عالمانو او قومي مشرانو ګډون کړی وو. لومړی د همدې ولایت دسرحدونو ق.ق چارو ریاست رئیس مولوي سردار محمد مدني د غونډې د جوړېدو پر هدف لنډ معلومات وړاندې کړل، ورپسې مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین زیاته کړه، افغانانو تل د ا.ا.ا ملاتړ کړی، هغه وویل د پکتیا ولایت پر ولس به زموږ ځانګړی پام وي او خدمت به ورته کوو.

mobta

ورپسې د دې ولایت د مرکز او ولسوالیو علماء او قومي مشرانو په خپلو خبرو کې د قومونو تر منځ د اتفاق، یووالي، له نظام څخه د ملاتړ او د دوامدارې همکاري ډاډ څرګند کړ او د یو لړ ستونزو په اړه یې یادونه وکړه چې د حل په موخه ژمنه ورسره وشوه، مداسې د پلاوي یوه غړي مفتي شمس الرحمن زاهد د حاکم اسلامي نظام پر ځانګړنو هر اړخیزه وینا واوروله ویې ویل: اوسنی نظام پر افغانانو د الله جل جلاله له لوري لوي نعمت دی او د دغه نظام د ساتنې او پیاوړتیا لپاره باید ټول افغانان لاسونه سره ورکړي. د غونډې په پای کې د سرحدونو، ق.ق چارو وزارت د جرګو اوقبایلي چارو د همغږۍ معين الحاج ملا عبدالخالق عابد په خپلو خبرو کې له ولس سره همغږي د دې وزارت دنده او اسلامي نظام یو نعمت یاد کړ، ښاغلي عابد سرحدونو ق.ق چارو وزارت هغه مرجع یاده کړه چېرته چې د ولس ستونزې حلېږي، همدا راز یې د قومونو تر منځ د خپلمنځي شخړو د حل او د قومونو د ستونزو رسولو په اړه د غونډې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu