د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت لوړ رتبه پلاوي پکتیا ولایت ته سفر وکړ

د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین الحاج ملا عبدالخالق عابد او ورسره مل پلاوي، نن د پکتیا ولایت د سرحدونو ق.ق چارو ریاست له رئیس مولوي سردار محمد مدني سره وکتل، د هغوی چارې یې له نژدې ولیدې او د همکاري ډاډ یې ورکړ. وروسته یې د همدې ولایت له مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین سره وکتل، د قومونو د ستونزو او یووالي په اړه یې مفصلې خبرې وکړې، او په همدې ولایت کې یې د قومونو د اتحاد لپاره یې د یوې لویې ولسي غونډې په اړه یې هم بحث وکړ.