د روغتیا او ماینونو د خطرونو په اړه د  عامه پوهاوي ورکشاپ تر سره شو.

mobta-af
Sun, Dec 25 2022 11:23 AM
Mobta

يکشنبه ١ جمادى الثاني١٤٤٤

په لوګر ولایت کې له جینيوا کال موسیسې سره د سرحدونو، قومونو او قبایلو ریاست د تړون په اساس نن د دغه ولایت د ځایي کوچیانو نارینوو د ماینونو د خطرونو او ښځینه کوچیانو ته د روغتیا په برخه کې د عامه پوهاوي ورکشاپ تر سره شو.

په یاد ورکشاپ کې د جینيوا موسیسې کارکوونکو، د لوګر د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د کوچیانو د انسجام مدیر او یو شمیر نارینه او ښځینه کوچیانو په دوه بېلابېلو ورکشاپونو کې ګډون کړی وو.

دجینيوا موسیسې د ښځینه کارکونکو له لوري یادو ښځینه ګډون والو ته د لومړنیو روغتیایي خدمتونو په اړه معلومات وړاندې شول، چې څنګه کولای شي د اړتیا پر مهال له بلې خور سره لومړنۍ مرستي وکړي.

او همدارنگه نارینه کوچیانو ته د ماینونو د خطرونو او ډولونو په اړه معلومات وړاندې شول او له هغوي وغوښتل شول چې خپل کلیوال، نور افراد او ماشومان دې په پوه کړي چې په نامعلومو او خطرناکو لارو له تګ کولو څخه ډډه وکړي په ناچادو موادو لاس ونه وهي او په اړه یې اړونده ادارو ته خبر ور کړي او خپل معلومات له خپلو دوستانو او اولادونو سره شریک کړي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu