دپکتیکا ولایت له یو شمېر کوچي سرخیلانو سره لیدنه

mobta-af
Sat, Dec 31 2022 11:17 AM
Mobta

شنبه، ۷جمادي الثاني ۱۴۴۴

د پکتیکا د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئيس حاجي مولوي محمد مؤمن د دغه ولایت له یو شمېر کوچي سرخیلانو سره ولیدل.

په دې لیدنه کې د پکتیکا ولایت کوچي سرخیلانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو له رئيس څخه په یاد ولایت د کوچیانو د اقتصادي ودې او دڅارویو د اړتياوپوره کولو او ورته د پاملرنى  په برخه کې د دوئ له هڅو او کړنو ستاینه او قدردانی وکړه دغه راز يې وويل چې په بېلابيلو برخو کې دې د کوچيانو اړتياو ته په کتو د دوئ ژوند ته پاملرنه وشي.

ورپسي دپکتیکا ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئيس حاجي مولوي محمد مؤمن د افغانستان د اسلامي نظام له مجاهدینو څخه د کوچي قوم د سرخیلانو له کلک ملاتړه مننه وکړه او دوئ ته یې ډاډ ورکړ چې د یاد ولایت کوچیانو ته پاملرنه زمونږ په لومړیتوبونو کې دی او ددغه قوم د اقتصادي وضعې او د ژوند د اړتياو د پوره کولو په برخه کې به له پخوا لا ډیره پاملرنه وکړي.

ياده دې وي چې د همدغې غونډي له لاري د دوئ په خوښه او د دوئ په رايو د ياد قوم قومي شورا لپاره يو تن سرخيل، مرستيال او منشي وټاکل شول.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu