د هلمند ولایت  له یوشمېر کوچې قومي مشرانو سره کتنه

mobta-af
Wed, Dec 28 2022 11:09 AM
Mobta

۴/جمادي الثاني/۱۴۴۴ هـ ق

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا نورالله نوري نن د خپل کار په دفتر کې د هلمند ولایت د کوچیانو له يو شمېر قومي مشرانواو مخورو سره وکتل.

په دې کتنه کې مولوي معروف اسحاقزي د نورو په استازیتوب خبرو کې د قومونو ترمنځ د انسجام په برخه کې د وزرات مقام  له هڅو مننه وکړه او خوښي يې څرګنده کړه او د مالدارۍ، پوهنې او کرنې په برخو کې یې یو لړ سیمه ییزې ستونزې د حل به موخه شریکې کړې.

د سرحدونو، قومونو اوقبایلو چارو وزیر ښاغلي ملا نورالله نوري  د یادو مشرانو له راتګ څخه مننه وکړه ويې ویل : اسلامي امارت او نظام په ټولوخلکواو قشرونو پورې اړه لري ، ځکه چې د افغانستان خلکو له اشغال څخه د هېواد په آزادۍ کې برخه لرله اوپه دې لار کې یې ډيرې قربانۍ ورکړې دي.

ښاغلي نوري زیاته کړه چې د قومونو ستونزو او اړتیاوو ته  رسیدګي  خپله دنده بولم ، مشرانو ته یې ډاډ ورکړ چې غوښتنې اوستونزې به یې له اړوندو ارګانونو سره د حل په موخه شریکې کړي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu