د هلمند ولایت له یو شمیر کوچي قومي مخورو او سپین ږیرو سره کتنه

mobta-af
Sun, Dec 25 2022 8:18 PM
Mobta

یکشنبه۱جمادي الثانی۱۴۴۴

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ معين ملا عبدالخالق عابد، د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئیس ښاغلي مولوي محمد اسماعیل غزنوي او د کوچیانو چارو د اسکانو رئیس مولوي محمد نادر سګین د هلمند ولایت د کوچي قوم له یو شمیر قومي مشرانو او سپین ږیرو سره وکتل. په دې کتنه کې کوچي قومي مشر ښاغلي مولوي معروف اسحاق زی د پراختیایي چارو، بیارغونې، ښوونې، روغتیا او د قومونو په انسجام کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت هر ډول هلې ځلې غوره او پرځای وبللې او په سیمې کې يې د کوچیانو ځینې ستونزې د حل په موخه شریکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه. ورپسې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ معين ملا عبدالخالق عابد د راغلو کوچي قومي مشرانو د ستونزو له اوریدو وروسته ژمنه وکړه چې شته ستونزې به يې په خورا غور او حوصله مندې وڅیړي او اړوندو ادارو ته به لارښوونه وکړي چې ستونزې هر څومره ژر چې امکان ولري حل کړي او همدارنګه د دوئ له همکارۍ یې مننه وکړه چې پخپله سیمه کې یې تل د پرمختګ او اسلامي امارت ملاتړ کړی.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu