د نرخ په ولسوالۍ کې د ولسي غونډې جوړېدل

mobta-af
Tue, Dec 20 2022 9:01 PM
mobta

سه شنبه٢٦جمادي اولال

یاده غونډه د سرحدونو، قومونو اوقبایلو چارو آمریت لخوا جوړه شوې وه چې پکې د نرخ ولسوالۍ ولسوال ښاغلي مولوي محمد جان محمدي، د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمریت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ مدیر ښاغلي قاري سمیع الله راشد، د کوچیانو چارو د سمون مدیر ښاغلي مولوي عبدالرحمن رحماني، قومي مشرانو او عالمانو ګډون کړی و. د غونډې په پیل کې د ياد رياست د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ مدیر قاري سمیع الله راشد ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د غونډې د موخې په اړه یې معلومات وړاندې کړل. ورپسي د نرخ ولسوالۍ ولسوال ښاغلي مولوي محمد جان محمدي يادې غونډي ته پخپلو خبرو کې د اسلامي نظام په ملاتړ د ولسونو په اتحاد، اتفاق او همغږۍ ټینګار وکړ ویې ویل: په هیواد کي یووالي او وحدت ته ډېره اړتیا ده، وروڼه قومونه باید منسجم ، همغږي او متحد شي او د خپل ویجاړ او وران هیواد د ابادی او پرمختګ لپاره شپه او ورځ کار وکړي، د نرخ ولسوالۍ قومي مشرانو هم پخپلو ویناوو کې له اسلامي نظام اوقیادت څخه په ملاتړ ټینګار وکړ ویې ویل چې نن لله الحمد امنیت دی باید ټول د امن په ساتلو کې ونډه واخلو او له خپل نظام سره په هره برخه کې همکاري وکړو.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu