کوچي قشر ته د بشري مرستو د جلبولو په اړه ناسته.

mobta-af
Wed, Nov 30 2022 2:35 PM
Mobta

 

چهارشنبه، ٦د جمادي الاول١٤٤٤

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د کوچیانو چارو د سمون لوی رئيس ښاغلي ګل زرین کوچي په خپل کاري دفتر کې د انوف انلس مؤسیسې له مسؤلې سوسانا فیوزیټي  سره وکتل.

په دې کتنه کې د انوف انلس مؤسیسې مسؤلې آغلې سوسانا فیوزیټي په کابل او د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د خپلو روانو فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د لا زیاتې همکارۍ او همغږۍ لپاره یې د وزارتونو، مستقلو ادارو او مؤسیساتو تر منځ یې ورته ناستې ګټورې او اړینې وبللې او د مرستو په ویش کې یې په  همکاري او همغږي ټینګار وکړ.

Mobta

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د کوچیانو چارو د سمون لوی رئيس ښاغلي ګل زرین کوچي د دوی د معلوماتو له اورېدلو څخه وروسته زیاته کړه چې، یاد وزارت د اصولو او قوانینو په چوکاټ کې د ټولو خیریه مؤسیسو استقلالیت ته ژمن دی او دغه راز یې کوچیان د هېواد بې برخې قشر یاد کړ، هغه وویل چې هیڅ ډول بشري پراختیایي مرستو ته لاسرسی نه لري، له همدې امله یې د یادې مؤسیسې له مسؤلې وغوښتل چې د مرستو په وېش او پراختیایي چارو کې دوی ته پاملرنه وکړي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu