د هرات ولایت د کهسان سرحدي ولسوالۍ د عليزي قوم له یو شمیر مشرانو سره لیدنه

mobta-af
Mon, Nov 28 2022 6:16 PM
Mobta

دوشنبه، ٤ جمادي الاول١٤٤٤

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست وزیر الحاج ملانور الله نوري د هرات ولایت کهسان ولسوالۍ د علي زيو قوم له یو شمیر مشرانو سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل. په پیل کې د ياد قوم یو تن قومي مشر د نورو په استازیتوب د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له سرپرست وزیر څخه له دې امله مننه وکړه چې د ولسونو ستونزو او مشکلاتو ته رسیدنه کوي.

Mobta

نوموړي په خپلو خبرو کې د خلکو او حکومت تر منځ په اړیکو او همغږیو باندې ټینګار وکړ ویې ویل چې، د کهسان خلک د نظام تر څنګ ولاړ دي ځکه چې د اسلامي نظام قیام زموږ هیله وه، موږ د موجوده نظام هر ډول همکاري ته چمتو یو. ورپسې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر الحاج ملانور الله نوري له دوئ سره په خبرو کې وویل چې په تېرو شلو کلونو کې د هېواد د سرحدي سیمو خلګو له موږ سره ډېرې ستونزې وګاللې همکاري یې راسره وکړه اوس پر موږ ده چې باید د دوئ د هوسا ژوندانه لپاره کار او د ستونزو په حل کې ورسره همکاري وکړو، ښاغلي نوري له یادو مشرانو وغوښتل چې خپلې ستونزې ورسره شریکې کړي تر څو د حل په موخه وزارت لازمي کړني ترسره کړي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu