د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر د لغمان ولایت له مشرانو سره وکتل

mobta-af
Sun, Nov 27 2022 4:51 PM
mobta

١٤٤٤/٥/٣

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزير الحاج ملانورالله نوري د لغمان ولایت له والي قاري زين العابدين سره داسې مهال وکتل چې د دې ولایت د بېلابيلو ولسواليو قومي مشرانو، دیني عالمانو او عامو وګړو هم حضور درلود. لومړی د یاد ولایت والي قاري زین العابدین عابد، عبدالهادي واحدي، قاري عبد القاهر متوکل، د لغمان ولايت د بېلابيلو ولسواليو د عام ولس ستونزو ته په اشارې سره وویل: د ياد ولايت اړوند ولسوالۍ او سیمې تېر نظام په خپل دور کې د ښوونې، روزنې، روغتیا او د ټولګټو پروژو په عملي کولو کې له پامه غورځیدلې وې او خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ وو، دوی له ا.ا.ا او په ځانګړي ډول له همدې وزارت څخه وغوښتل چې ستونزې یې هوارې کړي. ورپسې د سرحدونو، ق.ق چارو وزارت سرپرست وزير نوري د ليدنې د ګډون والو مشرانو د هېواد پالنې له احساساتو مننه وکړه او زیاته یې کړه، د تير نظام دغه راپاتې ستونزې چې تاسو یې یادونه وکړه د هېواد په کچه شته، خو د ټولو ستونزو د حل لاره د مېشتو قومونو او ولسونو تر منځ د ملي یوالي تامین ده، زه ډاډه يم چې د ا.ا.ا په راتگ سره به ډېرې ستونزې حل شوې وي، که ځينې ستونزې پیچلې وي موږ به په ګډه کار او هلې ځلې وکړو چې د خپلو شته امکاناتو په چوکاټ کې ستاسې ستونزې حل کړو.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu