د کوچيانو د څو کورنيو د کډو بار لارۍ په ترافيکي پېښه کې چپه شوې

پرون د جمعې په ورځ په ۱۴۴۴/۴/۲۳ نيټه د موسمي کوچونو پر مهال د کابل ننګرهار پر لويه لاره د کوچيانو يو لارۍ موټر چې د څو کورنيو پر کډو برسېره، نارينه، ښځې او ماشومان هم پکې وو د ماهيپر په انار باغ سيمه کې د ترافيکي پېښې په ترڅ کې چپه شوی چي پکې سپاره ۳۲ تنه ښځې، ماشومان او نارنيه پکې ژوبل شوي دي، پنځه کسه نارينه يې د ژورو ټپونو له کبله اوس د کوما په حالت کې قرار لري. دوې ژوبلې ميرمنې په شیخ زاید روغتون کې بستر دی چي روغتيايي وضعیت ېې د اندېښنې وړ دی او دري نور ماشومان په وزیراکبرخان روغتون صحت طفل کې تر درملنې لاندي دي. روغتيايي ټيمونو پاتي نور ژوبليدلي ساحوي روغتون ته انتقال کړي.