په سرپل ولایت کې ولسي جرګه تر سره شوه

mobta-af
Wed, Oct 26 2022 2:19 PM
mobta

۱۴۴۴/۳/۳۰ چهارشنبه

په سرپل ولايت کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د جرګو معنيت لخوا په رابلل شوې غونډه کې ددې وزارت د لوړ رتبه پلاوي په شمول د سرپل ولایت والي محمد یعقوب عبدالرحمن اکا، مرستیال والي دامُلا محمد نادر د استخباراتو رئیس مفتي فاروق، د سرحدونو ق.ق چارو آمریت آمر مولوي رحمت الله ، د سرپل ولایت د ټولو ولسوالیو څخه علماوو، قومي مشرانو او سپین ږیرو ګډون کړی وو. د سرپل ولایت مرستیال والي دامُلا محمد نادر د غونډې ګډونوالو ته د جهاد پر فضیلت او ارزښت مفصلې خبرې وکړې، ورپسې د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو رئیس مولوي محمد اسماعیل غزنوي وویل، قومونه باید په خپل منځ کې داسې تعامل وکړي چې پر یووالي بناء وي، او د قومونو اړيکې او جوړښتونه باید د اعتدال پر اساس او په ښه توګه تر سره شي. ښاغلي غزنوي زیاته کړه د افغانستان شته ستونزې يوازې د یووالي او اتحاد په مټ هوارولی شو. د قومونو د انسجام مشر امیر خیر محمد اندیش وویل: د ا.ا.ا تر راتلو مخته دلته ولسوالي پر ولسوالي کلی پر کلي وېشل شوی وو چې ډېری قومونه په تقابل کې وو، چې د ا.ا.ا په راتلو سره یاده ستونزه حل شوه، یوه بل قومي مشر وویل د سرپل ولس قربانۍ ورکړې دي، د هغوی اولیه ستونزو ته باید دولت توجه وکړي، او هغه وویل جرګې د قومونو او ولسونو د انسجام لپاره ډېري ګټورې دي باید نور هم دوام ومومي. ورپسې د سرحدونو ق.ق وزارت یوه استازي وویل، غربي رسنۍ د ا.ا.ا پر روانو پرمختګونو سترګي پټوي ولس باید د دښمن و دې پلانونو ته متوجه وي، د غونډې وروستۍ وینا د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او همغږۍ معین الحاج ملا عبدالخالق عابد وکړه هغه وویل: افغانانو هر وخت د الله ج دین ساتلی دی، هغه وویل د اسلامي احکاماتو د اقامې لپاره د امیرالمؤمنین حفظه الله په شمول ډېرو افغانانو خپل زامن د دې سپېڅلي نظام لپاره قرباني کړي دي، ښاغلي عابد وویل: دلته قوم پرستي سمتپرستي نشته بلکې معیار اسلام دی، دا چې دا ازادي دومره ارزښت باید ساتنه یې وکړو.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu