په تخار ولايت خواجه بهاوالدين ولسوالۍ کې د قومونو تر منځ ستره ولسي شخړه حل وفصل شوه

mobta-af
Mon, Oct 24 2022 4:57 PM
mobta

۱۴۴۴/۳/۲۸ دوشنبه

د رياست الوزراء له خوا د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو معين شيخ محمد قاسم خالد تر مشرۍ لاندې ټاکل شوی لوړ رتبه هيئت چي د کورنيو چارو وزارت مرستيال مولوي نور جلال جلالي، د زراعت او مالدارۍ سرپرست وزير مولوي عطاء الله عمري، د محابسو عمومي مسؤول حاجي ميستري او د کار او ټولنيزو چارو وزارت مرستيال مولوي عبدالسلام مخدوم يې عضويت درلود د خواجه بهاوالدين ولسوالۍ مهاجر قچلاق کلي کې د پښتنو، تاجکو او ازبکو قومونو تر منځ د کرهڼيزو ځمکو او کورونو پر سر د شخړې د حلولو په موخه سېمې ته ددوهم ځل لپاره سفر تر سره کړ.

mobta

څه موده وړاندې د خواجه بهاوالدين ولسوالۍ مهاجر قچلاق کلي پر کورونو او زراعتي ځمکو د تاجکو، ازبکو او پښتنو قومونو تر منځ راولاړې شوې شخړې ددې لامل شوې چې د رياست الوزراء له خوا لوړ رتبه هيئت د شخړې د حل په موخه سېمې ته سفر وکړي، په دې سفر کې ياد هيئت د ټولو طرفونو له مشرانو سره مفصلې خبرې او بحثونه تر سره کړل او بالاخره يې د ټولو طرفونو غوښتنو او اړتياو ته په کتو يو پريکړه ليک ترتيب او له تفصيلي ګزارش سره مل يې رياست الوزراء او د مشرتابه مقام ته د وروستيو پريکړو په موخه وليږل. د اميرالمؤمنين شيخ هبة الله اخندزاده حفظه الله د ځانګړي شفقت له مخې دا پريکړه ليک تائيد او نن د ټاکل شوي هيئت لخوا چي د تخار ولايت والي مولوي ضياء الرحمن مدني، ځايي مسوولينو، قومي مشرانو او د شخړې ټولو اړخونو او ولسي خلکو په شتون کې د يوې پراخې غونډې په ترڅ کې اعلان شوه. په پريکړه ليک کې راغلي چي د کورنو اصلي مالکان به په کورنو د شويو مصارفو هغه اندازه چي دې قضيې ته ټاکل شوی کميسيون به يې تعينوي خانه نشينو مهاجرو ته ورکوي، او د اسلامي امارت د زعیم د ځانګړي شفقت له مخې به تاجکو او ازبکو هيوادوالو ته په ۱۵۰ جريبه ځمکه کې چي د ځانګړې ښاري نقشې له مخې به پکي درې سوه کورونه، عيدګاه، لس جوماتونه، مکتب، مدرسه، روغتون او بازار لپاره ځانګړې ساحه ولري توزيع شي. دغه راز ياد هيئت د زراعتي ځمکو هغه قضييه چي د ازبکو او پښتنو تر منځ لاينحله پاتي د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري ټاکل شوې اختصاصي محکمې ته راجع کړل شوه تر څو د ټولو ځمکو اسناد ارزيابي او وروستۍ پريکړه تر سره کړي. د سېمې خلک د اسلامي امارت له حکيمانه پرېکړې خوښ دي او وايي چي په دې سره نه يوازې د سيمې د خلکو تر منځ لويه شخړه حل شوه بلکه د تل لپاره د ورورولۍ او صميميت فضا جوړه شوه.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu