د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت لوړ رتبه پلاوي د بغلان ولايت له والي سره وکتل

mobta-af
Mon, Oct 17 2022 1:27 PM
mobta

۱۴۴۴/۳/۲۱ دوشنبه

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معين الحاج ملا عبدالخالق عابد، د جرګو رئيس الحاج مولوي محمد اسماعيل غزنوي او د کوچیانو د اسکانو رئیس مولوي محمد نادر سنګین د بغلان ولایت له والي مولوي سمیع الله حزب الله سره د همدې ولایت په مقام کې وکتل. د یاد ولایت والي مولوي سمیع الله حزب الله راهلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د بغلان ولایت د قومونو له همکاري او یووالي یې خوښي څرګنده کړه. وروسته د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معين الحاج ملا عبدالخالق عابد او د جرګو رئیس مولوي محمد اسماعیل غزنوي د والي د هڅو ستاینه وکړه. راغلي پلاوي د همدې ولایت له والي سره د قومونو د یووالي او همغږي د غونډې په اړه خبرې او مشورې وکړې. د يادونې وړ ده چي د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د هيواد په ټولو ولايتونو کې نوبتي قومي جرګې او غونډې لري چي په روانه مياشت کې به د هيواد په شمالي او شمال ختيځو ولايتونو کې سترې غونډې راوبولي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu