د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو معین او رئیس د افغانستان د قومونو د انسجام سراسري شورا له مشرتابه او غړو سره وکتل

mobta-af
Tue, Oct 11 2022 3:36 PM
mobta

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرگو او قبايلي چارو د همغږي معين الحاج ملا عبدالخالق عابد، د جرگو او قبايلي چارو د همغږي رئيس الحاج مولوي محمد اسماعيل غزنوي نن له غرمې مخکې د افغانستان د قومونو د انسجام سراسري شورا له مشرتابه او غړو سره د همدې وزارت د کنفرانسونو په تالار کې ولیدل. په یاده لیدنه کې د افغانستان د قومونو د انسجام شورا مشرانو د افغانستان د ټولو قومونو په استازيتوب له اسلامي امارت څخه خپل هر اړخیز ملاتړ اعلان کړ، او زیاته یې کړه چې د دې نظام ساتنه ځکه زموږ فریضه ده چې د موجوده نظام ونه زموږ د ځوانانو په وینو خړوبه شوې ده، دوی خپلې ستونزې او غوښتنې له الحاج ملا عبدالخالق عابد سره شریکې کړې او هغه یې د هوارولو ډاډ ورکړ. ورپسې د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو د جرګو او قبايلي چارو معين الحاج ملا عبدالخالق عابد د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل: افغانستان زموږ ګډ کور دی موږ د شل کلن جهاد په ستونزو او بریاوو کې یو د بل تر څنګ ولاړ و، دا یووالی باید نور هم پیاوړی کړو، دښمن ته باید وخت ورنکړو چې زموږ له بې اتفاقي څخه د خپلو موخو د تر لاسه کولو په ګټه کار واخلي، هغه د افغانستان پر ټولو قومونو غږ وکړ چې دا هېواد زموږ یووالي او اتفاق ته اړتیا لري د دې هېواد لپاره به ټول په ګډه کار کوو. د غونډې په پاي کې د جرګو او قبايلي چارو د همغږي رئيس الحاج مولوي محمد اسماعيل غزنوي وويل: د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د اسلامي امارت او ولس تر منځ د پولې حیثیت لري، د يادې شورا له درنو مشرانو څخه يې هیله څرگنده چې خپلو فعاليتونو ته ادامه ورکړي، هغه زياته کړه چې موږ ستاسې غوښتنې او وړانديزونه واورېدل، د حل په موخه به یې له لوړو مقاماتو سره شریک کړو.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu