د شاه جوی ولسوالۍ کې له مسؤلينو سره اصلاحي غونډه تر سره شوه.

mobta-af
Sun, Sep 11 2022 2:20 PM
Mobta

۱۴۴۴/۲/۱۴ ھ ق

د سرحدونو،قومونو او قبايلو چارو سرپرست وزير الحاج ملا نورالله (نوري) د شاه جوی ولسوالۍ له نظامي او ملکي مسؤلينو سره ګډه اصلاحي ناسته تر سره کړه.

په دې ناسته کې چي د شاه جوی ولسوال مولوي جواد، امنيه قومندان ملا مجاهد او د نورو نظامي او ملکي ادارو مسؤلينو شرکت درلود مهمې علمي او اصلاحي ويناګانې وشوې.

Mobta

ښاغلي نوري د غونډې ګډونوالو ته وويل چي ټول مسؤلين بايد د الهي اوامرو په کلکه پابندي، خپلو دندو ته تعهد او ژمنتيا، د بيت المال ساتنه او د ولس ستونزو ته پر وخت رسيدنه خپل نصب العين وګرځوي.

ښاغلي (نوري)  همدا راز د نيتونو پر اصلاح د تقوی پر فضايلو، ښو اخلاقو او ښې حکومتولۍ په اړه ارزښتناکه خبرې وکړې.

دغه راز دې غونډې ته له مختلفو سېمو راغلو مشهورو علماو هم خپلې هر اړخيزه علمي ويناوې واورولې او د علماو شورا غړي شيخ الحديث مولانا رحمت الله اخندزاده وويل: څرنګه چي حکومت پر رعيت حقوق لري دغه راز رعيت او ولس هم پر حکومت يو لړ حقوق لري چي بايد مسؤلين يې ورته ارايه کړي.

نوموړي د تعليم، روغتيا، کار او پر ترنک سيند د پلونو د اعمار يادونه وکړه کوم چي د ځايي خلکو عمده ستونزې دي او بايد مسؤلين ورته جدي توجه وکړي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu