واخان او پامير ته د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو د سرپرست وزير او ورسره مل پلاوي سفر

mobta-af
Sun, Aug 21 2022 11:55 AM
mobta

 ۱۴۴۴/۱/۲۲ شنبه

د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزير الحاج ملا نورالله نوري او ورسره مل پلاوي شمال ختيځو ولايتونو او سرحدي ولسواليو د ليدنې په موخه د يکشنبې په ورځ د محرم پر ۱۶مه د بدخشان ولايت واخان ولسوالي ته د ځايي امنيتي مسوولينو سره يو ځای شپږ ورځنی سفر پيل کړ. د سفر په لومړۍ ورځ يې د واخان ولسوالي مرکز خندود کې له واخي قومي مشرانو او اوسيدونکو سره د يوې غونډې په ترڅ کې وکتل، ښاغلي نوري د واخان ولسوالۍ پر اهميت او پکې مېشتو قومونو او مذاهبو تر منځ د سوله ايز ژوند اړوند خبرې وکړي او زياته يې کړه چي اسلامي نظام د امن، ورورلۍ، مساوات او عدالت نظام دی چي د ټولو لږکيو،هرې ژبې او د هر توکم حقوق پکې خوندي دي دغه راز يې له واخي مشرانو مننه وکړه چې په سختو شرايطو کې يې د هيواد پر پولو او خاوره بې معاوضې پيره داري کړې. ځايي خلکو وزير صاحب او راغلي پلاوي ته ګرم هرکلی ووايه او دغې محرومې سېمې ته د وزير په کچه د مسؤل راتګ يې د هيواد په تاريخ کې بې بيلګې ياد کړ. د واخي مشرانو په نمايندګي ښاغلي (جمعه ګل امو) د واخان د ولسونو اساسي ستونزې او غوښتنې شريکې کړې او ټينګار يې وکړ چي اسلامي امارت دي ددوئ ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي. ښاغلي نوري د خلکو ستونزې واوريدې، د تعليم او تربيې، روغتيا او د چين تر پولې غځيدلې لارې رغول يې خورا اړين او مهم ياد کړل او د خلکو تحريري پيشنهادونه يې له ځان سره واخيستل. د واخان ولسوال قاري وجيه الدين او امنيه قومندان امين الله هم له ښاغلي نوري څخه هيله وکړه چي د واخان پراخې او غرنۍ ولسوالي ته د اسلامي امارت د مشرتابه د پام راواړوي او ستونزو ته يې رسيدنه وشي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu