د ننگرهار ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ شخړه هواره او په دوستۍ بدله شوه

mobta-af
Thu, Jun 23 2022 10:58 AM
mobta

پنچ شنبه١٤٤٣قمرى کال ذيقعده

٢٣ د ننګرهار ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رئيس قاري رحمت الله (غازي عمر)، د ياد ولايت د امنيت رئيس ښاغلى ډاکتر محمد بشير، سپین ږیرو، قومي مشرانو، مخورو، دياد ولايت د بهسودو ولسوالۍ دعربانو ترمنځ رامنځته شوې شخړه په موخه د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رياست د جرگو په تالا کې ګډه غونډه جوړه کړه. یادې غونډه ته د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئيس ښاغلي رحمت الله (غازي عمر) او د امنيت رئيس ډاکتر محمد بشير په خپلو خبرو کې وویل: دا زموږ دنده ده چې دخپلو ولسونو او قومونو تر منځ د شخړو د حل کولو او پخلاکولو لار ونیسو او د خپلو مشرانو په لارښوونه عمل وکړو دوئ زياته کړه چې دلته نظام او قانون شتون لري، پردي موږ ته خوښې او سوکالي نشي راوستلی، زموږ ملي دود جرګې هغه لاره ده چې ستونزې حل شي. دا چې د قومونو ترمنځ سوله يو مهمه موضوع ده، باید د سولې د ټینګښت په اړه زموږ دريځ يو او اراده پاکه وي. د غونډه په پاي کې ياد مشران په دې وتوانېدل چې شخړه حل او ښکېلو غاړو ته غوره شرطونه چې په راتلونکې کې د بیا ځلي شخړې مخه ونیسي وړاندې کړي چې د دواړو لوريو له خوا ومنل شول همدراز ښکېلو غاړو پخپلو خبرو کې د رامنځته شوې ستونزې د ژر او مناسب حل له امله د ښاغلي غازي عمر او ډاکتر محمد بشير له هڅو او نوښت څخه مننه وکړه او په هېواد کې د افغانانو تر منځ په یووالي ټینګار وکړ.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu