د زابلي ځوانانو د هڅونې، ملاتړ او غوښتنو اوريدلو په موخه غونډه تر سره شوه!

mobta-af
Thu, Jun 02 2022 7:24 PM
mobta

د زابل ولايت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست له لوري او د اطلاعاتو فرهنګ ریاست د ځوانانو چارو عمومي مدیریت په تخینکي همکاري په یاد ریاست کې په داسې حال کې تر سره شوه چې پر مهال یې د ياد رياست رئیس ملا محمد کريم (سحر اخندزاده)، د پوهنې رئیس مولوي محمد عثمان حریت، د میرویس خان نیکه د لوړو زده کړو رئیس روح الله مشال، د اطلاعاتو آمر شریف الله ویاړ، د ځوانانو عمومي مدیر نیازمحمد زيارمل او د نورو ادارو مسؤلینو، علماو، قومي مشرانو او په سلګونو ځوانانو حضور درلود. په پیل کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي محمد کريم سحر اخندزاده ټولو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل چې یاده غونډه مو په دې موخه په لاره اچولې ترڅو د ځوانانو له شته ستونزو څخه خبر شو او غوښتنې تر اړوندو ارګانونو ورسوو‌. په خبره يې ا.ا.ا چمتو دی چې د ځوانانو ټولو شرعي غوښتنو ته رسیدګي وکړي او دغه راز د ټولو لوستو ځوانانو لپاره کاري فرصتونه ايجاد کړي. ښاغلي سحر وویل چې ځوانانو په هر انقلاب کې سترې قربانۍ ورکړې او د هيواد د روښانه راتلونکي هم په ځوانانو پورې تړلې. د زابل د پوهنې رئیس مولوي محمد عثمان حریت وویل موږ د هیڅ چا سره توپیري چلند نه دی کړی، په خبره يې (١٨٠٠) بستونه یې درلودل چې کم شمیر علماء یې پري مقرر کړي او نور یې ټول ځوانان ورباندې ګومارلي دي، ځوانانو ته يې وویل چې تاسو د دې هیواد سرمایه یاست، هیڅوک مو حقوق نشي خوړلی او له خپل اړخه یې د پوره همکاري ډاډ ورکړ. یوه تن قومي مشر حاجي حکیم خان کوچي ځوانانو ته وويل: اسلامي نظام کي کي تر مسؤلينو خپل غږ رسول ستاسو حق دی او اميد دی اسلامي امارت به ستاسو غوښتنو ته لبيک وايي. د غونډې پر مهال د ځوانانو عمومي مدیر نیازمحمد زیارمل د سرحدونو او قبایلو له ریاست څخه مننه وکړه چې د ځوانانو غوښتنې تر مسؤلینو رسوي چې دا به د ځوانانو د لا تشويق او ډاډ سبب شي، نوموړي د پوهنې له رئیس څخه ځانګړې مننه وکړه چې هر وخت يې د ځوانانو ستونزو ته پر وخت رسیدګي کړې ده. ښاغلي زیارمل پر نورو مسؤلینو غږ وکړ چې خپل خالي بستونه اعلان کړي او ځوانان پر کار کړي، ترڅو په هیواد کې د بې کاري کچه ټیټه شي او ځوان کدرونه پر دندو وګومارل شي، وروسته یې د ځوانانو له لوري جوړه شوې طرحه د غونډې ګډونوالو سره شریکه کړه. په غونډه کې علماوو او قومي مشرانو د ځوانانو په مسؤلیت د اسلام مبارک دین له اړخه رڼا واچوله او د ا.ا.ا له مشرانو څخه یې د دوي غوښتنو ته د رسیدګي غوښتنه وکړه.

Latest news

Mon, Sep 01 2025 11:42 AM
Background image

Tribal elders from Shajoy District of Zabul Province met with Minister of Borders and Tribal Affairs

 

Monday/1st/sep/2025

Yesterday in Kabul scholars and tribal elders from Shajoy district of Zabul province met with the Minister of Borders and Tribal Affairs of the Islamic Emirate,. . .

Wed, Aug 27 2025 1:58 PM
Background image

Minister of Borders and Tribal Affairs, Mullah Noorullah Noori, met with the Ambassador of Iran, Mr. Alireza Bikdeli.

27th/Aug/2025  During this meeting, both sides discussed economic development, mutual trust, regional issues and establishing better coordination based on good relations between. . .

Mon, Aug 04 2025 1:22 PM
Background image

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori met with a number of tribal elders from Sulaimanzai tribe of Paktika province.

 

In this meeting, the tribal elders, in addition to strongly supporting the Islamic Emirate, called Isalmic Emirate an important government for the unity and prosperity of the people. . .

BACK TO NEWS

User account menu