د کورنيو چارو وزارت د پلان او ستراتيژۍ له معين سره ليدنه

mobta-af
Fri, May 27 2022 8:11 PM
mobta

د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت رهبري د وزارتخانو د امنيت نيولو او امنيتي منسوبينو د ثبت په اړه د کورنيو چارو وزارت د پلان او ستراتيژۍ معين مولوي فيض الله (جمال) په مشري راغلي پلاوي چي د وزارتخانو د امنيت مسؤل مولوي محمود او د کورنيو چارو وزارت د استخباراتو تحقيق عمومي مدير مولوي محمد رسول محمدي يې هم ملتيا کوله د جرګو معينيت په دفتر کي وکتل. د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ معين ملا عبدالخالق (عابد) او مسلکي معين مولوي عبدالرحمن (حقاني) د وزارت د ښه امنيتي تدابيرو نيولو او امنيتي مجاهدينو د ثبتولو اړوند ځينې غوښتنې او سپارښتنې شريکې کړې. د کورنيو چارو وزارت معين ښاغلي (جمال) وويل چي د وزارتخانو او ټولو رياستونو د امنيت ساتلو په خاطر دوئ لويه امنيتي قطعه او قومنداني تشکيل کړې چي د لزوم ديد له مخې به ټولو وزارتونو ته ټاکلی شمير امنيتي کسان ثبت او وګوماري. د وزارتخانو د امنيت مسؤل ښاغلي محمود وويل: د وزارتخانو امنيت ساتنه ددوئ دنده او وجيبه ده، د يادو وزارتونو د وزيرانو او مسؤلينو په همکاري به دوئ امنيتي مجاهدين لومړی يادې امنيتي قطعې ته سوق او ورپسې پر ټاکلو ځايونو کي پر دندو وګوماري. په خبره يې لومړيتوب هغو مجاهدينو ته ورکول کيږي چي تر اوسه پوري يې د يادو وزارتونو امنيت چارې پر غاړه درلودې.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 2:07 PM
Background image

"Those who had come to Afghanistan for protecting human rights committed a genocide of Afghans here"

 

Monday/6/10/2026

Minister of Borders and tribal affairs Mullah Noorullah Noori while speaking to a large meeting in the Jaghori district of Ghazni province stated those who had come. . .

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

BACK TO NEWS

User account menu