د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزير د اهل تشيع له يو شمير علماؤ او قومي متنفذينو سره وکتل

mobta-af
Sat, Apr 16 2022 12:50 PM
mob

د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر محترم ملا نورالله نوري نن د غرمې مخکې د وزارت د کنفرانسونو په تالار کې له نهو ولايتونو څخه راغلو د اهل تشيع له علماوو او قومي متنفذينو سره داسي مهال وکتل چي د جرګو او قبايلي چارو د همغږۍ معين ملا عبدالخالق عابد او د کوچيانو عمومي رئيس مولوي ګل زرين کوچي هم حضور درلود. د مجمع علماء و متنفذين اهل تشيع رئيس سيد حسن فاضل زاده، ددې مجمع معاون شيخ نوروز علي سليمي او د اجماع استقلال وصلح مؤسس عطاء الله صادق شاغاسي لنډې خبرې وکړې، ښاغلي فاضل زاده د سولې، امن او خود اراديت په اړه وينا وکړه او زياته يې کړه چي موږ تل د اسلامي امارت ملاتړ کړی او کوو يې. ښاغلي سليمي بيا اسلامي امارت په افغانستان کې د مېشتو قومونو تر منځ د اتحاد او يووالي مرکزي هسته ياده کړه او زياته يې کړه چي علماوو تل په شيعه مېشتو سيمو کې د هر راز شورش او نامنيو مخه ډب کړې. ډاکټر صادق شاغاسي د پاتي نورو متنفذينو په نمايندګي وويل: بن کنفرانس د هيواد د اشغال او قومي او سمتي تعصبونو د زيږېدلو وثيقه او بالعکس ددوحې تړون بيا د هيواد استقلال او قومونو تر منځ د يووالي او ورورولۍ وثيقه بللای شو. پخواني قومي ټيکه داران او هغه استخباراتي مُهرې نورې دلته ناچلې دي چي د ولسونو په ويشلو کي يې خپلې ګټې ساتلې. راغليو مشرانو ځينې طرحې او وړانديزونه هم درلودل چي په ليکلي بڼه يې شريک کړل. ښاغلي سرپرست وزير ملا نورالله نوري راغلو مشرانو او علماوو ته هرکلی ووايه او ددوئ نظرونه يې د قدر وړ وبلل. په وينا يې چي د اسلامي امارت جهاد څو مهم اهداف درلودل چي خپلواکي، شرعي نظام او سرتاسري امن يې ترلاسه شوې او د قوي اقتصاد رغول او بريالی داخلي او خارجي سياست يې تر لاس لاندي او پوره کيدونکی اهداف دي. محترم نوري صاحب زياته کړه چي موږ پر ملي وحدت باور لرو او د رغنده مشورو او توصيو لپاره مو دروازې تل د خپلو مشرانو پر مخ پرانيستې دي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu