د ننګرهار د سرحدونو او قبایلو چارو رياست کې له قومي مشرانو سره ستره غونډه وشوه

mobta-af
Tue, Mar 15 2022 8:12 PM
mobta

د ننګرهار د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست نن د قومي مشرانو، مخورو، علماوو او د قومي شوراګانو سره ستره قومي غونډه جوړه کړه. په دې ولسي غونډه کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبايلو چارو رئيس مولوي محمد اسماعيل غزنوي، د کوچيانو عمومي رئيس مولوي ګل زرين او د دفتر رئيس شيخ حضرت ولي حقاني او د دغه ولايت علما، قومي مشران، ځايي چارواکي او د شوراګانو رئيسان، ګډون درلود. د جرګو او قبايلو چارو رئيس مولوي محمد اسماعيل د اسلامي امارت تر سيوري لاندې سوله‌ییز ژوند د الله ستر نعمت وباله او په دغه ولایت کې ټولو مېشتو قومونو ته يې د اسلامي ورورولۍ او اتحاد په فضا کې د ژوند کولو لارښوونې وکړې. په همدې حال کې قومي مشرانو د افغانستان اسلامي امارت څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او وې‌ ویل چې سرحدي قومونو تل د خپلې خاورې او خپلو پولو په ساتنه کې یې خپل مسؤلیت ادا کړی. دغه‌راز دوی په راتلونکې کې هم د پولو په ساتلو کې د امنيتي ځواکونو سره د همکاری و ملاتړ ډاډ ورکړ. غونډه د قومي جرګې مشرانو د يوه ګډ پرېکړه‌‌ليک په لوستلو پای ته رسېده.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu