د بلخ له والي سره د سرحدونو په ستونزو خبرې وشوې
د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي څېړنو معين محترم ګل زرين کوچي او د وزارت د مقام د دفتر رييس محترم شیخ حضرت ولي حقاني نن دوشنبه د روان لمريز کال د لېندۍ مياشتې په لومړۍ نېټه بلخ ته دخپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولايت له والي ښاغلي ملا قدرت الله ابوحمزه سره د ناستې په ترڅ کې، په داسې حال کې، چې د بلخ ولايت د سرحدونو اوقبايلو چارو رياست سرپرست هم حاضر و، د سرحدونو د مشکلاتو د حل په اړوند خبري وکړې او محترم والي صاحب د هر ډول همکاريو ډاډ ورکړ.