د سرحدونو او قبایلو چارو د کمېسیون عمومي مسوول د وزارت له چارواکو او کارکوونکو سره وکتل!

mobta-af
Wed, Aug 25 2021 9:35 AM
mobta

یاده غونډه د عظیم الشان قرآن د څو مبارکو ایتونو په تلاوت پیل شوه.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو د کمیسیون عمومي مسوول محترم الحاج معاون صاحب ملاعبدالجبار دغوندي برخه والو ته، چې د وزارت چارواکي او کارکونکي و د خپلو خبرو په ترڅ کې لومړی په افغانستان کې د افغانستان د اسلامي امارت د سترو فتوحاتو له امله مبارکې وویله، بیایې د همکارانو له راتګ څخه مننه وکړه، دوی یې د هېواد شتمني او خدمتګاران وبلل وې ویل: چې افغانستان زموږ ټولو مشترک کور دی، ټول به ورته په صداقت او اخلاص د لوی الله ج د رضایت په خاطر کار کوو.

نوموړي زیاته کړه: زموږ ولسونو، چې زیات دردونه اوکړاوونه یې لیدلي دي باید خدمت ته یې ملا وتړو، که نمګړتیاوې وي په ګډه به یې حلوو، موږ مو په خدمت کې یو.

دغه راز یې کارکونکو ته ډاډ ورکړ، چې خپلو دندوته پرته له کومې اندېښنې دوام ور کړي لکه څنګه، چې خپل کورته چې خدمت کوي همدا شان دې خپل هېواد ته هم خدمت وکړي.

ده، د افغانستان د اسلامي امارت لخوا د شویو ژمنو د ترسره کولو ډاډ ورکړ، هېله یې څرګنده کړه، چې زموږ او ستاسوپه ګډ او مشترک کار سره به ان شاءالله افغانستان له هره پلوه په پښو ودریږي او له احتیاج څخه به خلاصون و مومو.

د سرحدونو او قبایلو چارو کمیسیون د عامه اړیکو او ښوونې او روزنې مسوول ښاغلي مولوي حضرت ولي حقاني هم په خپلو خبرو کې وویل: چې لله الحمد موږ له هره لحاظه هستي لرو، دندو ته په ډیر شوق راّځئ او خپل مسولیتونه په ښه توګه ترسره کړئ . باید واقعي خدمت وکړو، د ډېرو خبرو پرځاي عمل ته ترجیه ورکړو په خپلې تقوا او عمل سره، الله ج راضي اوځوریدلي ملت ته د لومړیتوبونو اود دوی د اړتیا مطابق په معنوي، اقتصادي او نورو برخو کې خدمت وړاندې کړو، ترڅو په راتلونکې کې هوسا او مترقي هېواد ولرو.

غونډه په هېواد کې د یووالي، هوساینې اود افغان ولس د نیکمرغۍ په دعا پای ته ورسېده

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu