#SanctionPakistan | پر پاکستان بنديز ولګوئ

پر پاکستان بنديز ولګوئ (#SanctionPakistan) هغه هشټګ چې نن په پراخه کچه د ټولنيزو رسنيو او په ځانګړي ډول د ټوېټر کاروونکو لخوا کارول کېږي. دغه هشټګ په افغانستان کې د پاکستان نيابتي جګړې او د پاکستان لخوا د طالبانو د ملاتړ پر ضد پيل شوی دی.
په ورته وخت کې د يو شمېر اروپايي هېوادونو په ګډون د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې مېشتو افغانانو د پاکستان پرضد لاريونونه پيل کړي او د "پر پاکستان بنديز ولګوئ" تر عنوان لاندې شعارونه ورکوي چې نړۍ بايد په افغانستان کې د پاکستان د نیابتي جګړې مخنيوی وکړي.
د ټولنيزو رسنيو يو کاروونکي ليکلي: د اسيا زړه، افغانستان نن په جګړو کې سوځي او لامل يې هم روښانه دی؛ پاکستان.
ملګري ملتونه او نړيواله ټولنه بايد د پاکستان پر وړاندې خپل دريځ روښانه او فوري عمل وکړي.
يوه کاروونکي داسې ليکلي: افغانان حق لري چې له خپلې خاورې ساتنه وکړي. ملګري ملتونه بايد په افغانستان کې د پاکستان نيابتي جګړې مخه ونيسي.
د خواله رسنيو يوه فعال ليکلي: د افغانستان او هغو وګړو لپاره پورته شئ چې له ترهګرۍ سره مخامخ دي. نړۍ باید په دې پوه شي چې افغانستان په مستقيم ډول د پاکستان له نيابتي جګړې سره مخ دی.
يوه فعال خپل نظر داسې بيان کړی: د طالبانو په کړنو کې هېڅ ډول بدلون نه دی راغلی او پاکستان اوس هم له دغې ډلې ملاتړ کوي.
د ټولنيزو رسنيو يو کاروونکی وايي: نړۍ ولې د پاکستان لخوا په افغانستان کې د روانې نيابتي جګړې په تړاو غلې ده؟ پاکستان د دې په لټه کې دی چې د ترهګرۍ ريښې ټولې نړۍ ته وغځوي.
#SanctionPakistan #PakProxyWarAfg