پر هېواد باندې د تور یرغل په مقابل کې د ملي قیام تر سرلیک لاندې د یوې سترې ولسي غونډې جوړېدل!

mobta-af
Sat, Aug 07 2021 9:15 AM
mobta

الله اکبر

تر همدې عنوان لاندې ستره ولسي غونډه د روان کال د زمری د میاشتې پر14 مه نېټه په کابل کې په هېواد د قومي شورا ګانو د مرکز درالانشا له خوا رابلل شوې وه. په یاده ستره ولسي غونډه کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم، د وزارت رهبري پلاوي او کارکوونکو، یو شمېر دیني عالمانو، د بېلابېلو قومي شوراګانو مشرانو او استازو، مخورو، قومي مشرانو، مدني فعالانو، ګڼ شمېر ښځو، ځوانانو او د رسنیو استازو ګډون درلود.

mobta

غونډه د عظیم الشان قران په څو مبارکو ایتونو تلاوت او د ګران هېواد افغانستان په ملي سرود پیل شوه. ورپسې د سرحدوونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم غونډې ته وینا وکړه وې ویل: موخه په ټول هېواد کې د تور یرغل پر وړاندې د ملي قیام او د الله اکبر نعرې بدرګه کول دي، بیا یې د سولې په تړاو د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت هڅو ته په اشارې سره د سولې په برخه کې د دولت او په تېره بیا د جلالتماب ولسمشر هڅې او لاسته راوړنې یې د قدر وړ وبللې وې ویل: پنځه زره خطرناک طالبان بندیان د افغانستان اسلامي جمهوریت له بند خونو څخه خوشې کړل، تر څو موږ یوې با عزتې سولې ته ورسېږو.

ولسمشر د سولې مشورتي جرګې ته درناوی وکړ او د دې جرګې پرېکړې یې ومنلې. خو له بده مرغه هغوی جګړې ته ځي، د افغانانو کورونه ورانوي، شتمنۍ یې لوټوي او له مرګ او ژوبلې څخه یې خوند اخلي. لا تر اوسه مذاکراتی پلاوي په دوحه کې دی، خو له بده مرغه د دې وطن قسم خوړلي دښمن تور پنجاب دوی ته ویلي دي چې د هېواد ملي شتمنۍ ورانې کړي، خلک یې ووژنئ او ثبات ته یې مه پرېږدې. ښاغلي صمیم وویل: چې ستاسو بچیان او وروڼه ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه د دې ځواک او وړتیا لري، چې خپل هېواد وساتي.

mobta

زیاته یې کړه: موږ شعوري مسلمانان یو، هره ورځ الله اکبر وایو زموږ په ملي سرود کې شل کاله مخکې تکبیر راغلی دی دا تکبیر زموږ له پاره ویاړ دی، هغوی یې د وطن د ورانېدو لپاره وایي.

دا ولس په حق دی، حرکت یې روا دی، اندېښنه مه کوئ موږ د حق لار تعقیبوو دا مو هېواد دی، عزت مو دی که هر څه راباندې راځي دا به ساتو. خپل ولس ته یې ډاډ ورکړ، چې ملي قیام کې درسره شریک یو، ملاتړ مو کوو او په یوه لیکه کې درسره یو دا یې هم وویل: چې له خپلو امنیتي ځواکونو ملاتړ کوو. قومونه ټولنیز هوسا ژوند غواړي، پرمختګ غواړي او د تکنالوژۍ د عصر سره سم ژوند غواړي پر شا نه ځو، منسجم کیږو او لا ځواکمن کیږو دغه راز یې په یووالي او انسجام ټینګار وکړ.

ورپسې په وار سره د احمدزیو شورا استازي عنایت الله بابکرخېل، د افغانستان د علماوو په اسازېتوب مولوي محمد اسماعیل روحاني، د جنوبي قومونو په استازیتوب معین خان څمکني، د مشرقي قومونو شوار ریس، د لوی کندهار د قومونو په استازېتوب مولوي عبدالغفار، د ترکمنو شورا ریس خان مراد، د ګوجرو قوم مشر مولوی محمد صادق ګوجر، د بلوڅو د سراسري شورا ریس نظام الدین فطرت بلوچ، د پشه یي قوم مشر ښاغلي غروال په خپلو خبرو کې په افغانانو غږ وکړ، چې له خپل نظام او امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ وکړي، ثابت قدمه اوسي. دغه راز یې افغان وژنه اود دوی پر وړاندې جګړه د اسلام له نظره ناروا و بلله وې ویل: چې له هېواد څخه ساتنه فرض ده، د نظام شتون یوه اړتیا ده او دا نظام به پياوړی کوو.

mobta

دوی د وزارت د پياوړتیا او ددغه وزارت له لارې د قومونو د انسجام غوښتنه وکړه وې ویل: لکه پخوا مو چې له هېواد څخه دفاع کړې اوس مهال به هم د قومي تړونونو له لارې له هېواد څخه دفاع کوو له نړیوالې ټولنې یې د رښتینې او عملي همکارۍ غوښتنه وکړه او دغه راز يې ولسونه ملي یووالي او له هېواد او شته ارزښتونو څخه دفاع او ساتنې ته راوبلل ډاډ یې ورکړ، چې موږ د هېواد ساتنې په برخه کې هر ډول همکاریو ته چمتو یو.

غونډه په هېواد کې د سراسري سولې د تامین په دعا سره پای ته ورسېده.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu