د افغان ځوانانو مخکښې ټولنې له رئيس او یو شمېر غړو سره کتنه!

mobta-af
Tue, Aug 03 2021 3:12 PM
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې مخکې په خپل کاري دفتر کې د افغان ځوانانو ټولنې د رئیس ښاغلي نجي الله سمون او یو شمېر نورو غړو سره وکتل.

په لیدنه کې د یادې ټولني مشر د خپلو فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل وې ویل: موږ په ۱۹ ولایتونو کې ملي، ټولنیز، سیاسي او فرهنګي فعالیتونه لرو او تل مو د نظام او ملي امنیتي دفاعي ځواکونو ملاتړ کړی دی، دغه راز ملي او نړۍ والې ورځې په ځانګړو مراسمو سره لمانځو.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم د یادې ټولنې فعالیتونه، چې د نظام په ملاتړ یې کوي وستایل زیاته یې کړه: په اوسنیو حساسو شرایطو کې دا زموږ د ټولو ګډ مسوولیت دی، چې د خپل جمهوري نظام او ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ وکړو، ښاغلي صمیم دوې د هرډول همکاریو ډاډ ورکړ.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu