د افغان سولې د مرکچي پلاوي له غړې سره کتنه!

mobta-af
Tue, Aug 03 2021 3:06 PM
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن له غرمې مخکې په خپل کاري دفتر کې د سولې مرکچي پلاوي له غړې اغلې شریفې زرمتۍ سره وکتل!

په دې کتنه کې اغلې زرمتۍ په دوحه کې د افغانستان د سولې مرکچې پلاوي فعالتونو باندې رڼا واچوله، وی ویل: موږ د خبرو پر میز د افغانانو اساسي غوښتنې، چې هغه د تلپاتې اوربند ټینګښت، په هېواد کې د دوو لسیزو د لاسته راوړنو او ښځو حقوقو خوندیتوب او باعزته سوله ده، له طالبانو سره طرحه کړي دي، خو له بده مرغه دوې، د خبرو میز ته ډېر کم حاضریږي او وخت ضایع کوي.

ورپسې ښاغلي محب الله صمیم سوله د افغانانو اساسي اړتیا او ستره هیله وبلله وی ویل: د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او ملت د سولې د ټینګښت لپاره ښه نیت لري، طالبان باید د ټولو افغانانو غږ ته، چې هغه د تلپاتې اوربند ټینګښت دی، لبیک ووایي ترڅو زموږ په هېواد کې د جنګ جګړو ټغر د تل پاره ټول او هېواد وال په سوله ییزه فضا کې د خپل هېواد پرمختګ ته کار وکړي.

په دې کتنه کې همداراز دواړو لورو د ولسونو د انسجام او نورو ملي مسایلو په اړه هم بحث او خبرې وکړې او پرګډو همکاریو یې ټینګار وکړ.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu