د هرات له فرهنګ دوستو خلکو سره همغږي پکار ده!

mobta-af
Tue, Aug 03 2021 8:36 AM
mobta

الله اکبر. الله اکبر. الله اکبر.

نن د هرات فرهنګ دوستو او حماسه جوړوونکو خلکو د الله اکبر تکبير په نعرو سره د ترهګرو، د دين او سولې دښمنانو او د هغوی د پلويانو په وړاندې خپله کرکه او نفرت څرګند کړ.

د هرات د ښځو او ماشومانو په ګډون ټول ولسونه په داسې حال کې چې په وسلو سمبال وو، د خپلو کورونو بامونو ته وختل او د دين د ټکه دارانو او جعلي مسلمانانو پر وړاندې يې خپله کرکه وښوده.

اوس په ټول هېواد کې ددغه شان ملي پاڅونونو جذبه په افغانانو کې راټوکېدلې او لرې به نه وي، چې مکار دښمن ته د غاښ ماتوونکی ځواب درس ورکړل شي.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت چې د ټولو ولسونو ګډ کور دی، په ولسونو غږ کوي، چې د هرات له فرهنګ دوستو خلکو سره همغږي شي او په ټول هېواد کې د اجيرو ترهګرو او د هغوی د پلويانو پرخلاف د الله اکبر په نعرو سره ودريږي او له خپلې پاکې خاورې څخه يې د تل لپاره نيست او نابود کړي.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu