د ستر ویاړ ځای دی چې په هېواد کې د زیات شمېر سیاسي او جهادي مشرانو وروسته، د جمهوریت تر پراخ او ویاړمن چتر لاندې نن ورځ ملي شورا هم خپل ملي رسالت ادا کړ او له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو

mobta-af
Tue, Aug 03 2021 8:29 AM
mobta

د ستر ویاړ ځای دی چې په هېواد کې د زیات شمېر سیاسي او جهادي مشرانو وروسته، د جمهوریت تر پراخ او ویاړمن چتر لاندې نن ورځ ملي شورا هم خپل ملي رسالت ادا کړ او له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو، جمهوري نظام او د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د سولې له برنامې او لارې څخه یې خپل بشپړ ملاتړ څرګند کړ.

په همدې اړوند نن ورځ د ملي شورا په غونډه کې د یادې جرګې غړو په اکثریت رایو سره د افغانستان له جمهوري نظام، امنیتي ځواکونو او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سولې له برنامې او لارې څخه یې ملاتړ وکړ.

د افغانستان اسلامي جمهوریت په ټوله معنا هڅه کوي، چې هېواد کې تلپاتې او با عزته سوله ټینګه شي خو وسلوال مخالفین لا هم جګړه کوي او هرخ ورځ د هېواد ملي شتمنیو او ولس ته مالي او ځان زیان اړوي او د خپلو بادرانو په اشاره هڅه کوي دلته په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه له خنډ سره مخامخ کړي، خو زه دا ډاډ درکوم چې دښمن به دا آرمان ګور ته له ځان سره وړي.

دښمن دې پر دې هم وپوهېږي، چې د جمهوریت صف ورځ تر بلې پیاوړی کېږي او ولسونه یې بشپړ ملاتړ کوي او هر راز قربانیو ته چمتو دي.

د ودان او سرلوړي افغانستان په هیله.

محب الله صمیم

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu