په هېواد کې د زیات شمېر سیاسي او جهادي مشرانو ملاتړ له خپل نظام

mobta-af
Sun, Aug 01 2021 11:52 AM
mobta

په هېواد کې د زیات شمېر سیاسي او جهادي مشرانو ملاتړ له خپل نظام، ملي بنسټونو، ګډو ارزښتونو، امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ستایلو ده او دا د ستر ویاړ ځای دی، چې سیاسي او جهادي مشران د جمهوریت تر چتر لاندې له خپلو لوړو ملي ګټو څخه دفاع او ملاتړ کوي.

په دې برخه کې د جلالتماب جمهور رییس هڅې د قدر وړ دي، چې په دې اړوند یې تل د ولسي بسیج او سیاسي اجماع لپاره هڅې کړې دي.

په ګران هېواد کې د جګړې پای او د تلپاتې سولې ټینګښت د افغانستان د اسلامي جمهوریت له لومړیتوبونو څخه دي او په دې اړوند یې ډېرې قربانۍ ورکړي تر څو په هېواد کې سوله ټینګه او افغان ولس هوسا ژوند وکړي.

د جمهوریت صف د هېواد جوړونې، د افغان انسان د انساني ژوند په شرایطو کې د مثبت بدلون راوستلو، تلپاتې سولې او یو بل منلو صف دی، چې تل یې په دې تړاو هڅې کړي.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت یو ځل بیا د هېواد پر وسلوالو مخالفینو غږ کوي، چې نور له ورانولو، بدبختیو او افغان انسان وژنې څخه لاس واخلئ او د جمهوریت د دې ویاړمن صف تر پراخ چتر لاندې هوسا او انساني ژوند ته مخه کړئ او یو بل ومني.

محب الله صمیم

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu