افغانان په اتفاق او اتحاد سره کولای شي له روانو حالاتو څخه په بریالیتوب سره ووځي!

mobta-af
Thu, Jul 15 2021 8:55 AM
mobta

دا څو ورځې کېږي چې له کرونا ناروغي سره لاس او ګرېوان یم او ځان مې په کور کې قرنطین کړی دی. ليدنې مې بندې کړې دي‌. خو د دفتر کارونه له خپلو همکارانو سره وخت پر وخت تعقيبوم. د وطن حالات هم له نژدې څارم او هڅه کوم چې د امنيت او ثبات لپاره د قومونو او ولسونو د انسجام چارې هماغسې پر مخ یو سم لکه تر کرونا مخکې چې مې وړې.

له شکه پرته وطن په نازکو حالاتو کې دی، دا زموږ ټولو د امتحان ورځي دي او له خدای ج څخه غواړم چې موږ ټول په دې امتحان کې بريالي کړي. زه پر خپل برياليتوب ډاډه یم، ځکه موږ پر حق یو او حق تل بريالی وي.

د افغانستان دښمنان به سړک وران کړي، پل به تخريب کړي، ښوونځی به وسوځوي خو د خلکو له ذهنونو او زړونو څخه به ددې وطن د مالکيت احساس او مينه وانخيستلای شي. دې ولس د خپل تاريخ په اوږدو کې تر دې هم سختې ورځې ليدلې دي خو هر ځل د خپل يووالي او سرښندنو په مرسته ترې بريالی راوتلی دی.

زه باوري یم چې دا سختې ورځې به تېرېږي او موږ به بيا هم بريالي کېږو. پاکستان او نور دښمنان بايد په دې پوه شي چې افغانستان اوس تغيير کړی دی. د افغانستان اوسنی نسل خپل دوست او دښمن پېژني او د دښمن په مقابل کې په ډېر وياړ سره د هېواد دفاع کوي.

زه د هېواد پر قومي مشرانو، مخورو، ديني عالمانو او ځوانانو باندې غږ کوم چې په اوسنۍ جګړې کې بې طرفه پاتې نه شي او د هېواد د مېړنيو امينتي ځواکونو تر شاه ودرېږي او د جمهوريت صف پياوړی کړي. دغه راز د جمهوريت صف پياوړی کول زموږ د ټولو ملي او دیني مسوليت دی او ددې خاورې د بقا تضمين کولای شي.

محب الله صمیم

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu