د وزارت پوځي افسر ته د فوق العاده ترفیع منظورېدل!

mobta-af
Sun, Jul 11 2021 12:51 PM
mobta

په هغې غونډه کې، چې نن یکشنبې د چنګاښ میاشتې پر ۲۰ مه نېټه د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي څېړنو په معینیت کې جوړه شوې وه، د سرحدي څېړنو معین ښاغلي ډاکټر محمد آصف قاضي زاده، یو شمېر رئيسانو او پوځي منسوبینو ګډون درلود.

د غونډې په پیل کې ښاغلي قاضي زاده د ښاغلي محمد ادریس هڅې او لاسته راوړنې وستایلې او نوموړي ته یې له لومړي څارن څخه د څارمن فوق العاده ترفیع مبارکي وویله او د بریالیتوب هیله یې ورته وکړه.

دغه راز ښاغلي قاضي زاده زیاته کړه، چې په هېواد کې دې داسې کادرونه زیاته شي، ترڅو په رښتینې توګه خپلو هېوادوالو ته د خدمت جوګه شي او هم له خپلې خاورې دفاع او ساتنه وکړي.

د غونډې په پای کې ښاغلي ادریس خبرې وکړې او د وزارت له مشرتابه څخه یې د مننې په ترڅ کې ژمنه وکړه، چې خپله دنده به په پوره صداقت سره پرمخ بیایې او په هر ډول شرایطو کې به خپل مسؤلیت ته ژمن وي.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu