د ناوړه دودونو پر خلاف د مبارزې غورځنګ ستونزې واورېدل شوې!

mobta-af
Sun, Jul 11 2021 10:16 AM
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معین ښاغلي الحاج محمد یعقوب احمدزي نن له غرمې مخکې د ناوړه دودونو پر خلاف د مبارزې غورځنګ له مشر ښاغلي خان ولي عادل او غړو سره وکتل.

په دې کتنه کې د یاد غورځنګ مشر د خپلو کړنو او فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د ناوړه دودونو شتون یې د هېوادوالو په زیان وباله وې ویل: چې زموږ ټولنه یوه سنتې ټولنه ده، نو دا چې دا ناوړه دودونه پای ومومي باید بېلابېلې ادارې په دې اړه له موږ سره همکاري وکړي دغه راز یې خپلې یو لړ ستونزې هم د وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه.

ورپسې ښاغلي الحاج محمد یعقوب احمدزي په خپلو خبرو کې د یاد غورځنګ کړنې او فعالیتونه د ستاینې وړ وبلل او د ناوړه دودونو سره د مبارزې په برخه کې یې د دوی سره د خپلو همکاریو ډاډ ورکړ.

دغه راز ښاغلي احمدزي د یاد غورځنګ له مشر څخه وغوښتل، چې د وزارت په بېلابېلو غونډه کې برخه واخلي او له وزارت سره خپلو لیدنو کتنو ته دوام ورکړي.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu