د بېلابېلو پوهنتونونو محصلینو د عملي زده کړو یو میاشتنۍ دوره په بریالیتوب سره پای ته ورسوله!

mobta-af
Wed, Jun 30 2021 11:01 AM
mobta

د بېلابېلو پوهنتونونو یو شمېر محصلین، چې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت ته د بشري زېرمو ریاست په همکارۍ د معلوماتي تکنالوژۍ په برخه کې د عملي زده کړو په پار را معرفي شوي و، نن سه شنبې یې خپله عملي یو میاشتنۍ دوره په بریالیتوب سرته ورسوله او تصدیق پاڼې یې ترلاسه کړې.

په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي څېړنو معین ښاغلي ډاکټر محمد آصف قاضي زاده، د بشري زېرمو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئیسانو هم ګډون کړی و.

ښاغلي محمد آصف قاضي زاده په خپلو خبرو کې وویل: تاسې د هېواد د راتلونکي جوړونکي یاست وخت ته باید ارزښت ورکړئ او خپلې مسلکي وړتیاوې مو د وخت له غوښتنو سره لوړې او تجربې ترلاسه کړئ، عملي زده کړې کولای شي ستاسو وړتیاوې لوړې کړي.

ورپسې د بشري زېرمو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئیسانو هم په خپلو خبرو کې یادو محصلینو ته وویل: چې زیاته پاملرنه مو باید زده کړو ته وي د وزارت او د وزارت اړوندې ادارې مو په خدمت کې دي، داچې خپلو عملي زده کړو ته مو هره ورځ حاضر وۍ مننه کوو او تاسو ته د ښې او روښانه راتلونکي هیله کوو.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu