د ستراتيژیک پلان تطبیق لپاره د اغېزمن میکانیزم په جوړولو ټینګار وشو!

mobta-af
Wed, Jun 30 2021 10:16 AM
mobta

په هغې غونډه کې، چې له همدې امله نن د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د مسلکي معین ښاغلي محمد آصف ننګ په مشرۍ او د یو شمېر رئیسانو او آمرینو په ګډون جوړه شوې وه، د ستراتيژیک پلان د تطبیق لپاره د یوه ځانګړي میکانیزم په جوړلو ټینګار وشو.

د غونډې په پیل کې د پلان او پالیسۍ ریاست استازي ښاغلي دوست الرحمان د ستراتيژیک پلان د تطبیق، او د دریو او شپږو میاشتو لپاره د علمیاتي پلانونو د جوړولو په اړه پرېزنټیشن وړاندې کړ او له اړوندو ریاستونو څخه یې غوښتنه وکړه، چې په دې برخه کې د پلان له ریاست سره بشپړه همکاري وکړي.

ورپسې اړوندو ریاستونو د موضوع په اړه خپل نظریات شریک کړل: ژمنه یې وکړه، چې موږ به په دې برخه کې بشپړه همکاري وکړو.

همدا راز مسلکي معین ښاغلي ننګ د پلان او پالیسۍ ریاست ته لارښوونه وکړه، چې د ستراتيژیک پلان د تطبیق لپاره پر یو داسې اغېزمن میکانیزم کار وکړي، چې پکې د پرمختګ سلنه، د فعالیتونو پروګرس، اجراات او د فعالیتونو د ځنډېدو لاملونه په ډاګه شوي وي.

مسلکي معین دغه راز د غونډې له ټولو ګډونوالو څخه غوښتنه وکړه، چې په دې برخه کې باید هره اوونۍ کاري غونډه وکړو، ترڅو چارې په ښه توګه ترسره شي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu