جمهور رئیس غني په رسمي سفر امریکا ته روان شو!

mobta-af
Wed, Jun 30 2021 10:11 AM
mobta

ارګ، کابل: جمهور رئيس محمداشرف غني په دوه ورځني رسمي سفر، نن ماسخوتن د لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشري د امریکا متحدو ایالتونو ته روان شو.

د هېواد جمهور رئیس به د دې سفر په جریان کې د امریکا متحدو ایالتونو جمهوررئیس جوبایډن، د هغه هېواد یو شمېر نورو لوړپوړو دولتي مقاماتو، د کانګرس او سنا غړو او یو شمېر اغېزناکو شخصیتونو سره په بېلابېلو کتنو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د نوي فصل د دوام، ډيپلوماتیکو اړیکو د لا پياوړتیا، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل او تجهیز، د تروریزم ضد مبارزې او له افغانستان سره په اقتصادي او انکشافي برخو کې د امریکا د همکاریو په اړه بحث او خبرې وکړي.

جمهور رئیس غني سره په دې سفر کې د جمهوررئيس لومړی مرستیال امرالله صالح، د ملي روغې جوړې عالي شورا رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله، د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر، د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب، د عامه او ستراتیژيکو اړیکو ادارې رئيس وحید عمر، د مذاکراتي پلاوي غړي عبدالمتین بېګ، ډاکتر حبیبه سرابي، فاطمه ګیلاني او د بشري حقونو خپلواک کمېسیون رئيسه شهرزاد اکبر ملتیا کوي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu