د ځدراڼو قوم ټولنیزې شورا له مشرتابه سره ناسته!

mobta-af
Sat, Jun 12 2021 9:12 AM
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن غرمه د ځدراڼو قوم د ټولنیزې شورا له مشر ښاغلي الحاج مارک ځدراڼ او د خوست او پکتیا ولایتونو له یو شمېر قومي مشرانو او ځوانانو سره وکتل او د دوی ستونزې یې واورېدې.

په دې کتنه کې ښاغلي ځدراڼ په بېلابېلو برخو کې د یادې شورا د کړنو او فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې او خپلې یو لړ سیمه ییزې ستونزې یې شریکې کړې. دغه راز یې د قومونو په یووالي او په دې برخو کې د هر راز همکاریو ډاډ ورکړ.

ورپسې ښاغلي محب الله صمیم د یادو مشرانو او ځوانانو ستونزې پر ځای وبللې او د دوی له هڅو او هلو ځلو څخه یې مننه وکړه، چې د سولې او ملي یووالي د ټینګښت او د نظام د ملاتړ په موخه یې ترسره کړي او د خپلو ملي او امنیتي ځواکونو ترڅنګ ولاړ دي.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu