د نیمروز ولایت له بېلابېلو قومي مشرانو او شوراګانو له استازو سره ناسته!

mobta-af
Tue, Jun 01 2021 3:12 PM
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معین الحاج محمد یعقوب احمدزي نیمروز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د ياد ولايت د بارکزیو، خاشرود او بانیزیو شوارګانو له مشرانو او د بلوڅو قوم له مخورو سره وکتل او ستونزې یې له نږدې واورېدې.

په دې کتنه کې، چې د ولایت مرستیال عبدالنبي براهوي هم حاضر و، دغو مشرانو په وار سره خبرې وکړې ا و د خپلو یو لړسیمه اييزو ستونزو شريکولو ترڅنګ یې وويل : د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت په هېواد کې د مېشتو قومونو ترمنځ د ملي يووالي ټينګښت لپاره کار کوي او د ولسونو ستونزې هواروي دغه راز نوموړو له موجوده نظام او ملي امنیتي – دفاعي ځواکونه څخه خپل ملاتړڅرګند او له وزارت سره یې د خپلو همکاریو ډاډ ورکړ.

ورپسى د جرګو او قبايلى چارو د همغڔۍ معين په خپلو خبرو کى د يادو قومى مشرانو ستونزې پرځای وبللې او د دوی له هېوادني احساس څخه یې مننه وکړه وې ويل: ستاسو دايمي او دومداره همکارۍ د ستاينى وړ دى او په راتلونکي کې هم د موجوده نظام د دوامداره همکاريو غوښتونکي یو.

دغه راز ښاغلي احمدزي یادو مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې ستونزې به مو له اړوندو مقاماتو سره شریکې کړو او هم یې د ملي امنیتي – دفاعي ځواکونو په ملاتړ یوې ولسي غونډې ته، چې ډېر ژر به جوړه شي راوبلل.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu