په بدخشان کې د علماوو شورا له ریس او غړو سره کتنه!

mobta-af
Thu, May 27 2021 9:21 AM
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب صمیم نن بدخشان ولایت ته دخپل رسمي سفر په لومړۍ ورځ ددغه ولایت د علماوو شورا له ریس ښاغلي مولوي حفیظ الله سره وکتل.

په دې کتنه کې دیني عالمانو ښاغلي صمیم ته د ښه راغلاست او هرکلي ویلو په ترڅ کې له طالبانو له خوا اوسنۍ جګړه نامشروع وبلله، چې هیڅ ډول دیني توجیه نه لري او د نړۍ ټولو علماوو دغه ناروا جګړه غندلي.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر د دوې د خبرو په تایید وویل: دیني عالمان د هېواد اغېزمنه پانګه ده، چې د منبر او غوڼدو له لارې کولای شي په هېواد کې د سولې د ټينګښت لپاره کار وکړي.

ښاغلي صمیم زیاته کړه: بدخشان ته زموږ د سفر موخه هم ستاسو په شمول د دې ولایت له ګڼو قومي مشرانو، مخورو، ځوانانو او مدني فعالانو سره کتل دي ترڅو د دوې د ستونزو اورېدو ترڅنګ د دوې نظریات او سلا مشورې واخلو او په ګډه د نظام او ملي ځواکونو ملاتړته ولسونه راوبولو.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu