په افغانستان کې د مېشتو قومونو د انسجام کمېسیون په پرانېسته کې ګډون!

mobta-af
Sun, May 23 2021 3:37 PM
mobta

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم نن یکشنبه د روان ۱۴۰۰ لمریزکال د غبرګولي میاشتې په ۲مه نېټه د افغانستان د مېشتو قومونو د انسجام کمېسیون په پرانېسته کې ګډون او وینا وکړه.

ښاغلي صمیم وویل: د هېواد له جمهور رئیس جلالتماب محمد اشرف غني څخه مننه کوم، چې د دغه کمېسیون جوړېدو حکم یې ورکړ، د هېواد په دې پړاو کې د قومونو د انسجام، یووالي او دغه راز د مشرانو د سلا مشورو او نظرونو اخیستل موږ د یووالي او بریا پر لور بیایي.

ښاغلي صمیم زیاته کړه: دلته د هر قوم مشران شتون لري او دوی د تاریخ په اوږدو کې د هېواد په پرمختګ او ناخوالو په له منځه وړلو کې رغنده ګامونه اوچت کړي دي او هېواد یې پر سم لوري رهبري کړی دی، پر داسې لوري یې رهبري کړی دی، چې په هغه کې یووالي، ځمکنۍ بشپړتیا او زموږ ټولو عزت خوندي شوی دی.

ښاغلي صمیم په هېواد کې د مېشتو قومونو زیاتوالي ته په اشارې وویل، چې د قومونو زیاتوالی د هېواد په تنوع کې خورا مهم رول لري او باید موږ ټول د دې قومونو د یووالي او قومي جوړښتونو د پياوړتیا لپاره کار وکړو له همدې امله د قومونو منځ ته ورغلي یو او همدارنګه مشران مو رابللي او هره برخه کې مو د مشرانو نظرونه اورېدلي او ډېر ګټور هم تمام شوي دي، ځکه چې دې انسجام تو خورا زیاته اړتیا ده او دې لپاره موږ ژمن یو چې ستاسو مشرانو په همکارۍ ورته شپه او ورځ کار او هلې ځلې وکړو.

محترم صمیم د سولې پروسې ته په اشارې سره وویل: چې دښمن هغه وخت سولې ته غاړه ږدي، چې موږ د دولت پر مخالفینو باندې برلاسي شو، د خپلو ارزښتونو، ملي ګټو، نظام، جمهوریت او امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره په یو واحد صف کې ودرېږو او متحد شو، هغه وویل: مخالفین داسې فکر کوي چې دوی هر څه دي، او د دوی په وینا پیاوړي دي، خو داسې نده دوی په ټول توان هڅه کوي چې ملي یووالي ته زیان ورسوي او د قومونو تر منځ بې اتفاقي رامنځته کړي، خو موږ یې باید پر وړاندې لا قوي او متحد شو تر څو د هېواد دښمنان خپلو ناروا او شومو اهدافو ته ونه رسېږي.

. د یادونې ده: چې په افغانستان کې د مېشتو قومونو د انسجام کمېسیون په پرانېسته کې د سرحدونو او قبایلو چارو په محترم وزیر سربېره، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې او د کوچیانو چارو سمون ادارې لویو رئیسانو او ګڼ شمېر قومي مشرانو، مخورو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu