د کوچیانو چارو سمون ادارې له لوی رئیس سره لیدنه!

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب لله صمیم نن سهارد کوچیانو چارو سمون ادارې له لوی رئیس ښاغلي استاد حبیب الرحمن سره وکتل.
په دې کتنه کې د ملي مسایلو او د دواړو ادارو ترمنځ د ګډو او همغږو چارو په ترسره کولو باندې د سلامشورو پردوام او د همکاریو او کاري اړیکو په پراختیا بحث او خبرې وشوې.
دغه راز ښاغلي حبیب الرحمن غزني ولایت کې د لویې ولسي غونډې جوړېدو ته په اشارې سره، چې پرون د (افغانان سوله او دایمي اوربند غواړي او د نظام ملاتړ کوي) تر عنوان لاندې د زرګونو کسانو په ګډون په غزني کې جوړه شوه وستایله او د ولس په وېښتابه کې د سرحدونو او قبایلو چارو د وزیر هلې ځلې له ارزښته ډکې وبللې.