په غزني ولايت کې د ارزو کلي د قومي مشرانو، دينې عالمانو او مخورو ستونزې واورېدل شوې!

mobta-af
Tue, May 18 2021 9:33 AM
mobta

د سرحدونو او قبايلو چارو وزير ښاغلي محب الله صميم غزني ولايت ته د خپل رسمي سفر په درېيمه ورځ د دغه ولايت د ارزو کلي قومي مشرانو، ديني عالمان او مخورو سره وکتل او د دوى ستونزې يې له نږدې واورېدې او دوی ته يې ډاډ ورکړ،چې ستونزې او غوښتنې به يې له اړوندو مقاماتو سره د حل په موخه شريکې کړي.

په دې کتنه کې يادو مشرانو لومړى ښاغلي محب الله صميم ته هر کلى او ښه راغلاست ووايه، چې غزني ولايت ته راغلی او د دوى ستونرې، غوښتنې، وړانديزونه او سلامشورې له نږدې اوري او د حل په موخه يې له اړوندو ادارو سره شريکوي.

ورپسې د سرحدونو او قبايلو چارو وزير وويل دا زموږ مسووليت او لومړيتوب دی، چې ستاسو ستونزو ته د حل لارې چارې پيدا کړو، غزنى زموږ او ستاسو ګډ کور دى، د هېواد هرې سيمې ته بايد په ګډه کار وکړو او له يو بل سره همکارۍ ته دوام ورکړو.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu