په غزني ولايت کې د نثار تخصصي روغتون او مسلم پوهنتون څخه لېدنه!

mobta-af
Mon, May 17 2021 10:57 AM
mobta

د سرحدونو او قبايلو چارو وزير محترم محب الله صميم غزني ولايت ته د خپل رسمي سفر په دوهمه ورځ په دغه ولايت کې د نثار تخصصي روغتون او مسلم پوهنتون څخه، چې بېلابېل پوهنځي او رشتې لري، لېدنه وکړه.

په دې لېدنه کې د يادو بنسټونو مشر ښاغلي ډاکټر خېرالدين نثار د ياد تخصصي روغتون او مسلم پوهنتون په اړه معلومات وړاندې کړل او دا يې په عصري او معياري وسايلو سمبال بنسټونه ياد کړل، چې د غزني ولايت د خلکو په خدمت کې دي.

د سرحدونو او قبايلو چارو وزير د داسې پرمختګونو او نوښتونو قدرداني وکړه او د ښاغلي ډاکټر خېرالدين نثار څخه يې ځانګړې مننه وکړه، چې خپله پانګه يې په خپل هېواد کې د خپلو هېواد والو د درملنې او د هغوې د لوړو زده کړو لپاره په کار اچولې.

ښاغلي صميم له نورو ملي سوداګرو او پانګوالو څخه وغوښتل، چې په ورته اقداماتو لاس پورې او د خپل هېواد په پرمختګ او ابادولو کې رغنده رول ولوبوي.

 

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu