غزني ولايت د علي خېلو شورا له مشر، د واغزو شورا مشر او غړو، د پوهنې رياست سرپرستې، د کډوالو چارو رييس او د اوبو چارو تنظيم ادارې له رييس سره د سرحدونو او قبایلو چارو د وزير محترم محب الله صميم لېدنه!

mobta-af
Mon, May 17 2021 10:46 AM
mobta

په ياده کتنه کې د عليخېلو شورا مشر ښاغلي محمد اعظم، د واغزو شورا مشر الحاج محمد سعید رحماني، د غزني ولايت د پوهنې رياست سرپرستې اغلې رڼا نجيبي، د کډوالو چارو رئيس ښاغلي احمدي او د اوبو چارو د تنطيم ادارې رئيس ښاغلي عبدالله الله يار په وارسره خبرې وکړې او د خپلو اړوندو ادارو او شوراګانو د کړنو په اړه يې خپل معلومات د سرحدونو او قبایلو چارو له وزیر سره شريک کړل او په اوسنيو حساسو شرايطو کې يې غزني ولايت ته د ښاغلي صميم سفر ګټور او هېله بخښونکی وباله، چې خلکو ته مثبته روحيه ورکوي.

ورپسې ښاغلي محب الله صميم خبرې وکړې وې ويل: غزني ولایت ته زموږ د سفر موخه د امنيتي وضعيت څېړل، د نظام او ملي امنيتي _ دفاعي ځواکونو ملاتړ ته د خلکو د بېلابېلو اقشارو رابلل دي، چې ياد اصل ته په کتو سره مو له تاسو سره لیدنې کتنې او سلا مشورې پيل کړي.

موږ ژمن يو، د ولسونو په بسيج کولو سره روانې ناخوالې پاې ته ورسوو، چې په دې برخه کې ستاسو درنو مشرانو او چارواکو سلا مشورې او همکارۍ اړينې دي.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu