د ولسونو ستونزې اورېدل مو له کاري لومړیتوبونو څخه دي!

mobta-af
Sat, Apr 24 2021 10:08 AM
mobta

دغه خبره د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم، د میدان وردګو ولایت د سید آباد ولسوالۍ له ولسوال ښاغلي امیر محمد ملکزي سره د کتنې پر مهال وکړه.

په دې کتنه کې لومړی د سید آباد ولسوال ښاغلي ملکزي خپلو خبرو کې یاد ولایت د ولسونو یو لړ سیمه ییزې ستونزې چې په بېلابېلو برخو کې وې د وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې او د حل غوښتنه یې وکړه.

دوی دغه راز د قومي جوړښتونو د پیاوړتیا، د هېواد په زیاتره ولایتونو کې د نظام او جمهوریت د ملاتړ په موخه د لویو ولسي غونډو د جوړېدو، د ناامنو سیمو اوسېدونکو ته د زدکړو د زمینې د برابرېدو او نورو برخو کې د وزارت د مشرتابه هڅې او لاسته راوړنې وستایلې.

ورپسې محترم محب الله صمیم خبرې وکړې وې ویل: د ولسونو د ستونزو اورېدل او هوارول مو له کاري لومړیتوبونو څخه دي او په دې برخه کې به په ګډه کار او هڅې کوو.

دغه راز یې دوی ته ډاډ ورکړ، چې ستونزې او وړاندیزونه به مو د حل په موخه له اړوندو ادارو سره شریک کړو.

Latest news

Tue, Apr 21 2026 4:08 PM
Background image

“Those Who Think of Disturbing This Country Should Remember 20 Years of the Sacrifices and Struggles”

 

Tuesday /21/April/2026

Minister of Borders and Tribal Affairs Mullah Noorullah Noori told a meeting in Baghlan entitled defending the Islamic system that; after the conquest of. . .

Sun, Apr 19 2026 2:57 PM
Background image

“Afghan Nation do not want to be ruled by those who were once expelled”

Sunday/19/April/ 2026

Minister of Borders and tribal Affairs Mullah Noorullah Noori said, during his speech to a large public gathering in Kunduz province that, Afghans have firmly. . .

BACK TO NEWS

User account menu